د شارجه د اسلامي چارو مشر عبدالله بن یعروف السبوسي، د شارجه له راډیو سره د ټلفون له لارې نیغ په نیغه اړیکه کښې وویل: په اوس وخت کښې په شارجه کښې ۲۷۲۳ جوماتونه دي چې بیا له مونځ کونکو لپاره پرانستل کېږي.
هغه وویل: د ۲۰۲۰ میلادي کال له جنوري څخه تراوسه، مونږ ۲۳ جوماتونه پرانیسل او د دې میاشتې په اوږدو کښې غواړو چې په حوشي سیمه کښې څلور نوې جوماتونه پرانیستل شي.
السبوسي زیاته کړه: د شارجه په الرحمانیه سیمه کښې ۳۳ جوماتونه شتون لري او د دې میلادي کال په اوږدو کښې به د اماراتو په دغه سیمه کښې د پرانیستل شوې جووماتو شمیر تر ۵۰ ورسیږي چې لنهضه، الناصریه، الحمریه، حوشی، الرحمانیه ، السیوح، الحصن او نورې سیمې شاملې دي.
3909679