IQNA

د الجزایر په ۴۸ ولایتونو کښې د قرآن کریم مجازي کلاسونو پرانیستا

21:59 - July 11, 2020
د خبر لمبر: 3483374
تهران (ایکنا) - د الجزایر دیني چارو او اوقاف وزیر یوسف بالمهدي، د دغه هیواد په ۴۸ ولایتونو کې د قرآن کریم د اوړي د مجازي کلاسونو د پرانیستا خبر ورکړ.

یوسف بالمهدي په دې اړه وویل: دا قرآني مدرسې د کلام الله د حفظ، حدیث او د قرآن د تجوید د بیلابیلو عمرونو محصلانو لپاره پرانیستلې شوې دي.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم د ښودنې مجازي مدرسو پرانیستا د الجزایر د دیني چارو او اوقاف وزارت لخوا په دې سلسله کې د کورونا په ورځو کښې د وحي د کلام د ښودو لپاره د پروګرامونو او فعالیتونو برخه ده.
یوسف بالمهدي په دوام کښې د قرآن کریم د قرائت ښودنې د الکټرونیک مرکز د دویمې مرحلې د برانیستا خبر ورکړ او وې ویل: د دې طرحې په زمینه کې د لس زره قرآن زدکړه کونکو لپاره د ۱۱۰ قرآني استاددان به د قرآن کریم د تلاوت ښکلا او تجوید او قرائت قواعد او اصول زدکړې ورکوي.
د الجزایر د دینی چارو او اوقاف وزیر همداشان، د دې هیواد په وهران ولایت کښې د قرآن کریم د مجازي ویبپاڼې د پرانیستا خبر ورکړ او وې ویل: دا ویبپاڼه به ډیر زر د الجزایر په ټولو ولایتونو کښې پرانیستلی شي.
3909657

captcha