د عراق د ګډو عملیاتو مرستیال قوماندان جنرال عبدالامیر کامل الشمري وئیلي دي ،د ترهه ګرو دپاتې وګړو د تعقیبونې او نیونې، په دیاله ولایت کې د امنیت او ثبات دټينګونې او له اسلامی ایران سره د سرحدي پټۍ د پاکونې اوپلټنې په موخې سره د عراق د ابطال العراق (یعني د عراق اتلانوپه نامه ) دعملیاتو څلورمه مرحله نن سهار پیل شوې ده .
جنرال عبدالامیر روښانه کړې ده ، په دغو عملیاتو کې چې د پوځ د عمومی قوماندان او لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په فرمان سره او د ګډو عملیاتو دقوناندې په څارنې سره پیل شوي دي ،د عراق د پوځ د هوائي ځواک په ملاتړ سره د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک ، دسامرا او صلاح الدین او دیاله ولایتونو دعملیاتو قومانده او د مځکني ځواک یونټونه پکې ګډون لري .
په عراق کې د داعشي تفکیری ډلې له ماتې سره سره ، ددغو ترهه ګرو پاتې ځيني جنایتکار هماغه شان ددغه هیواد په ځينو سیمو کې شتون لري .