IQNA

په مصر کښې د حدیث او قرآن آنلاین سیالۍ

23:06 - July 13, 2020
د خبر لمبر: 3483383
تهران (ایکنا) - د مصر «شرقیه» ولایت د ورزش او ځوانانو ادارې په دغه هیواد کې د نبوي حدیث او قرآن کریم د تجوید او حفظ د آنلاین سیالو خبر ورکړ.

د شرقیه ولایت د ورزش او ځوانانو ادارې مشر وائل الالفي په دې اړه وویل: دا اداره د کرونا وبا ته په پام سره، څه کوي چې خپل ټول فعالیتونه په آنلاین توګه او د ځوانانو ترمینځه د سیالۍ روحیه او تشویق پیدا کولو لپاره د نبوي حدیث او قرآن کریم سیالۍ ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: له همدې امله، د نبوي حدیث او قرآن کریم د حفظ او تجوید سیالۍ په آنلاین توګه ترسره کېږي او د دې سیالو وخت له ۱۹ څخه تر ۲۲ جولائی دی.
الالفي څرګنده کړه: دا مقابلې به د ټول قرآن کریم حفظ او تجوید او له مایکروسافت تیمز سافټ ویر څخه د وضو او قرآن کریم د قرائت د فضیلت په اړه له ریاض الصالحین کتاب څخه د نبوي ۱۰ حدیثو حفظ دوو برخو کښې ترسره کېږي.
هغه همداشان زیاته کړه: د قرآن کریم او حدیث د آنلاین سیالو د بریالي شوي کسانو نومونه او پایلو خبر لپاره، د شرقیه ورزش او ځوانانو د ادارې په دفتر کښې د قرعه کشۍ مراسم په آنلاین توګه او نیغ په نیغه ترسره کېږي او ګټونکو ته به نقدي جایزې او سندونه ورکړې کېږي.
د وائل الالفي په وینا دا سیالۍ به له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلنو لپاره ترسره کېږي او هر کس به یواځي په یوې برخه کښې ګډون کولی شي.
3910188

captcha