د افغانستان د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف کښې، د کورونا له امله بند شوی جومات د خلکو لپاره بیا پرانیستل شو.
دا جومات چې د افغانستان له مهمو ځایو شمیرلې کېږي، ځیني ځایي خلک په دې باور دي چې دلته د امام علي علیه السلام جنازه د دښمانو د بې حرمتۍ له ویرې په سپینې اوښې دې جومات ته راوړلی شوی او دفن شوی و.
په افغانستان کښې د دې جومات خاص معماري شهرت لري او مزار شریف د نیلي جومات خاص ښکلا او د ایوان رنګ او بې سارې کاشي کاري له دې حومات سره ځانګړتیا لري.
د دې جومات انګړ څلور ستنې لري او یو بل ته مخامخ دي جې هر یو د سړک په لور خلاصېږي. دننه روضه هم شته چې ښکلې رنګونه لري چې د محمد ظاهر شاه په حکم سره ترسره شوې و او د ننوتني دروازو مخامخ ستر برانډه شتون لري چې د جومات لپاره جوړه شوې او خلک دلته د جماعت لمونځ کوي.