IQNA

د لبنان په پولو د صهیونیسټي رژیم پوځي خوځښتونه

19:59 - July 15, 2020
د خبر لمبر: 3483392
تهران (ایکنا) - د لبنان رسنیو د لبنان په پولو د اسرائیلي پوځ لخوا د ځانګړي حالت خبر او خبردارۍ خبر ورکړ.

د لبنان الجدید چینل له صهیونیسټي رژیم له رسنیو څخه په نقل خبر ورکړ چې د لبنان په پولو د نیولې شوې شمالي مځکو سیمې د پوځي چارواکو، پرون شپه د پولیزې سیمې زرعیت ښار ځانګړې حالت اعلان کړ او له اسرائیلي ښاریزو یي غوښتنه وکړه چې له خپلو کورونو څخه بهر نشي.
د صهیونیسټي رسنیو د اعلان پر اساس د اسرائیلو رژیم د جنګ وزارت له دغه پولې ښاریزو څخه غوښتنه کړې چې په خپلو کورونو کښې پاتې شي او دروازې بند وساتي او د خپلو کورونو بهرني څراغونه بل وساتي.
هم په دې اړه، د لبنان د جنوبي سیمو اوسیدونکو په پولیزه سیمه د اسرائیلي پوځیانو د خوځښت او د صهیونیسټو لخوا په د دغه سیمې په اسمان کښې د رڼا توغولو خبر ورکړ.
3910717

captcha