آمنه الشرقي د دیني شعائرو د سپکاوي په دلیل دوه زره دیناره مالي جرمانه او د بیلابیلو قومونو او دینونو ترمینځه د نفرت او تفرقې د تبلیغ او تشویق په تور تر شپږو میاشتو په بند محکوم شوه.
د ټولینزه چینلو کارنو په پراخه توګه د تونس د محاکمې خبر خپور کړ او د تونس ښار د محاکمې د رسنیو برخې مشر محسن الدالي، د دې افریقایي هیواد پلازمینې، خبر ورکړ: دا حکم پرون د الشرقي لپاره صادر شوې دی او دیني شعائرو د حرمت د سپکاوي له کبله هغه په ۶۵۰ یورو مالي جریمې هم محکومه شوې ده.
آمنه شرقي د قرآن کریم له سپکاوي وروستو، پولیس وغوښتله او هغه د دې سپکاوې اقدام له وروستو د خلکو سخت اعتراض او غوسې سره مخامخ شوه.
3910663