هغه پرون په الاقصی جومات کښې د « باب الرحمه » مصلای د چټي کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم د هڅې پرضد مظاهرو کښې په دې خبرې سره چې قدس د فلسطین د ملت همیشنۍ پلازمینه ده وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د پیړۍ د معاملې د پلان د اجرا لپاره ټولې هڅې به هیڅکله دغه حقیقت بدل نه کړي .
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ نامتو غړي خضر حبیب هم په غزې تړانګې کښې د فلسطین د خلکو په مظاهرو کښې وویل د فلسطین خلک به هیڅکله اجازه ورنکړي په قدس شریف د سلطې لپاره د صهیونیسټ رژيم پلانونه اجرا او عملي شي .
د قدس نیواکګر رژیم ( اسرائیل ) د فلسطین د خلکو د کورونو په ورانولو او د هغوې په نیولو او په الاقصی جومات یرغل او د صهیونیسټ میشته ښاریکو د شمیر په زیاتولو سره د قدس د یهودي کولو او د فلسطینیانو د شمیر د ختمولو هڅه کوي.
parstoday.com