د افغانستان د روغتیا وزارت د راپور پر بنیاد، په دې هیواد کې د کرونا وایروس ۴۰ نوري مثبتې پیښې ثبت شوي چي وروسره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵۵۰۳ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په افغانستان کې پر کرونا ویروس اخته دوه تنه مړه شوي او ۲۲ نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې هېواد کې د کرونا وبا له امله ۱۱۸۳ تنه مړه شوي او ۲۳۶۶۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
parstoday.com