IQNA

تر نن پورې په ایران کې د کرونا د قربانیانو شمیر پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی دی

19:37 - July 26, 2020
د خبر لمبر: 3483442
تهران (ایکنا) - په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو شپاړس میلیون او دوه لکه پنځویشت زره تنو ته رسیدلی

په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو شپاړس میلیون او دوه لکه پنځویشت زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه شپږ لکه نهه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه نهه میلیون او نهه لکه پنځویشت زره تنه په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیوادکې په کرونا ویروس دککړوکسانو داحصایو په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د تشخیص  د معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یه په هماغه کرونا ویروس   دوه زره درې سوه درې دیرش ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي یو زر دوه سوه دوه اتیا کسان  په روغتونونو کې بستري شوي  دي.

میرمن لاري ددې خبرې  په کولو سره چې په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه  دوه لکه یو نوي زره یو سل دوه اویا تنو ته زیات شوي ، چې له دغو کسانو  تر دې دمه  دوه لکه درې پنځوس زره  دوه سوه دیارلس تنه  په درملنې پسې ښه شوي  او له روغتونونو رخصت شوي دي .  هغې همداراز وئیلي له بده مرغه په تیر شواروز کې  د کروناویروس له امله  دوه سوه شپاړسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  دغه راز تر نن پورې  په هیواد کې دکرونائي بحران دقربانیانوشمیر پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی دی .  

وروستي راپورونه ښئ  په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو شپاړس میلیون او دوه لکه پنځویشت زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو  لږترلږه  شپږ لکه  نهه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه نهه میلیون او نهه لکه پنځویشت زره تنه په درملنې پسې ښه  او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

تهران راډیو

captcha