IQNA

امریکا په عراق او سوریې کښې عسکر کموي

23:51 - August 13, 2020
د خبر لمبر: 3483506
تهران (ایکنا) - نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا د پوځ د مرکزي ترهګرې قومندنۍ سینټکام (United States Central Command) ادعا وکړه په عراق او سوریې کښې د واشنګټن د عسکرو شمیر کمیږي .
د امریکا د پوځ د مرکزۍ ترهګرې قومندنۍ مشر کینیت ، ایف میکنزي ( Kenneth F. McKenzie) پرون وویل په زیات احتمال سره به په راتلونکو میاشتو کښې په عراق او سوریې کښې د امریکا د پوځیانو شمیر کم شي .
میکنزي وویل په عراق کښې د امریکا پینځه زره دوه سوه (۵۲۰۰) عسکر چې له داعش ډلې سره د تش په نامه د مقابلې او د عراق عسکرو ته د روزنې د ورکولو لپاره په دغه هیواد کښې شتون لري د بغداد له حکومت سره له مشورې وروسته ځاې پرځاې شي .
له سوریې د امریکا د زرو (۱۰۰۰) پوځیانو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ له حکم سره سره واشنګټن اوس هم د سوریې په شمال ختیځ کښې خپل پینځه سوه (۵۰۰) عسکر ساتلي دي .
د عراق پارلمان د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې د یوې (۱) لایحې په تصویبولو سره له خپل هیواد څخه د امریکا د ټولو عسکرو د وتلو غوښتنه کړي وه .
د سوریې چارواکو هم په ځلونو له خپل هیواده د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار کړی او په سوریې کښې د واشنګټن د عسکرو د شتون هدف یې د سوریې د تیلو غلا کول بللی دی.
تهران راډیو
captcha