د ذی الحجې د میاشتې څلورویشتمه چې د نجران له مسیحیانو سره د مباهلې ورځ او د اهل بیت علیهم السلام په شان کې د تطهیر د آیت د نازلیدو ورځ ده.
همداشان په شیعه تقویم کې دا ورځ د ولایت د آیت إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ" المائدة - ۵۵ د نازلیدو ورځ هم ټاکلې شوې ده چې د امام علي علیه السلام په شان کې او د رکوع په حالت کې فقیر ته د انګشتر ورکولو په اړه نازل شوی دی.
شیعیان هر کال د امام علي علیه السلام په حرم کې شتون سره د اسلام په تاریخ کې دا مهمه پیښه لمانځي.