IQNA

د اسلامي انقلاب معظم رهبر:

ايران سره د امريکې دښمني د اګست د نولسمې له کودتا نه شروع شوه

23:59 - August 16, 2020
د خبر لمبر: 3483525
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ، له ايران سره د امريکې دښمني د زمري د مياشتې د اتويشتمې له کودتا څخه شروع شوه او تر اسلامي انقلاب پورې يې دوام لرلے دے.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د ۱۹۵۳ کال د اګست د نولسمې شرمناکې کودتا د کليزې په مناسبت په سوشل مېډيا کښې په پېغام کښې وفرمايل: د ايران اسلامي جمهوريت د هېواد ارکانو او مراکزو ته د امريکې د بيا ننوتلو او نفوذ کولو لارې تړلې او دا د خبرو اترو منعې د امريکې د ننوتلو د لارې د تړلو يوه ذريعه ده، البته دا چاره د امريکنيانو لپاره ډېره سخته ده.
د ۱۹۵۳ کال د اګست په نولسمه نېټه د ظالمانه شاهي رژيم يو شمېر ځواکونو د امريکې او برطانيې په ملګرتيا سره د محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره محمد رضا پهلوي چې بهر ته تښتېدلے ؤ يو ځل بيا د باچائۍ په تخت کښېنوۀ.
د 1953 کال د اګست د امريکې او برطانيې کودتا چې د ايران د هغه وخت د قانوني حکومت د نسکورېدو سبب شوه د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه مخکښې د ايران د سياسي تاريخ د يو حساس وخت ياد راونکې  ده.
په دې  وروستيو کلونو کښې په دغې کودتا کښې د د پرديو د مداخلت په باره کښې يو لړ نوي اسناد خپارۀ شوي دي او  حتی ځينو امريکائي چارواکو هم په دغه کودتا کښې د خپل هېواد او برطانيې په نېغ په نېغه رول باندې اعتراف کړےدے.
تهران راډیو
captcha