IQNA

په ویانا کې د روسیې او د امریکا د مذاکراتو بې پایله ختمېدا

22:45 - August 19, 2020
د خبر لمبر: 3483535
تهران(ایکنا) - په ویانا کې د امریکا او د روسیې تر مینځ اسټراټیجیک مذاکرات له کومي نتیجې پرته پای ته ورسېد.
د ایرنا د خبري اژانس په حواله، روسیه د سې شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي د دې هیواد د خارجه وزارت د مرستیال سرګئي ریابکوف او د وسله ایزو چارو د کنټرول په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي مارشال بیلینګزلي تر مینځ په ویانا کې مرکې بې له کومي نتیجې پای ته ورسېدلې.
په دې بیانیه کې راغلې چي دواړو لورو یعني امریکا او روسیه ټینګار کړي چي د وسلو د ثبات او د کنټرول او همدارنګه د امنیتي چارو په اړه به خبرو اترو ته دوام ورکړي.
ریابکوف تر مخه ویلي وه چي د امریکا او د روسیې تر مینځ د وسلو تر کنټرول خبره وتې ده او ایټمي وسلو او توغندیو په اړه د دواړو لورو تر مینځ ژور اختلافات موجود دي په دې خاطر نوې موافقه شوونې نه ده.
تېر کال کې هم د روسیې او د امریکا خبري اترې د ایټمي وسلو د کنټرولېدا په اړه بې له کومي نتیجې پای ته ورسېدلې.
تهران راډیو
captcha