تهران (ایکنا) - د ماسکو د اسلامي مرکز مشر او په روسیې کې د رهبرۍ د ستر مقام استازی، حجت الاسلام والمسلمین صابر اکبر جدي وویل: د امام حسین علیه السلام پاڅون له بشري او انساني مفهومونو بنسټ لري چې د ټولو حتی د غیر مسلمانانو لپاره د درک وړ دی؛ ترټولو اصلي بنسټ یې عدالت غوښتنه، له ظلم کرکه، شجاعت او د حق او عدالت لپاره ودریدل دي. د نړۍ لپاره امام حسین علیه السلام پیغام دا دی چې کولی شو په هره زمانه کې د حق بیرغ وسو او د حق لپاره ځان قربان کړو.