هغه په اروپايي هیوادونو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو د څپې زیاتیدا ته په غبرګون کښې په یوې (۱) بیانیې کښې د ناروې هیواد په پلازمینې اوسلو او د سویډن هیواد په مالمو سیمه کښې د اسلام ضد عناصرو لخوا د قران کریم سوځول وغندل .
د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري زیاته کړه دا ډول اقدامات چې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو له کار څخه یې سرچینه اخیستي ده د هر مذهب له روح سره توپیر لري او د بیان ازادۍ هیڅکله په سپکاوي او د مذهب په نوم سره نفرت هیڅکله نشو توجیه کولای .
هغه ټینګار د نورو خلکو د مذهبي عقایدو احترام کول یو(۱) ډله ییز مسولیت دی او د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره ډیر اهمیت لري .
په اروپايي هیوادونو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو څپه یوځل بیا له سره پیل شوي ده او د ناروې هیواد په پلازمینې اوسلو کښې ځینو سرزورو کسانو د اسلام او د مسلمانانو پرضد لاریون کړی او یو(۱) کس د قران کریم پاڼې هم شلولي دي .
دغه راز په تیرې جمعې ورځ په سویډن هیواد کښې هم سرزورو ډلو له سپکاوي په ډک اقدام کښې قران کریم ته اوور واچاوه .