IQNA

اماراتو له اسلامي نړۍ او فلسطین سره خیانت وکړ، دا حالت به ډیر دوام ؤ نه لري

0:00 - September 02, 2020
د خبر لمبر: 3483567
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب ستر لارښود له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو د متحده عربي اماراتو د دولت اقدام له اسلامي دنیا، عربي نړۍ او د سیمې له هیوادونو او د فلسطین له مهمې مسالې سره خیانت وباله.

حضرت ایت الله خامنه ای، نن (سه شنبه) سهار د ښوونې او روزنې په څلوردیرشمه غونډه کې، د ایران د ښوونې او روزنې د وزارت له وزیر، مرستیالانو، مدیرانو او مشرانو سره په ویډیویي کانفرنس کې د صهیونسټ رژیم او اماراتو د اړیکو عادي کېدو ته په اشارې سره وویل: دغه حالت به تر ډېره وخته پاتې نه شي خو د هغو هیوادونو په تندي به چې د فلسطین د ولس کډوالېدا او د هیواد غصبېدا یې هېره کړه او په سیمه کې یې صهیونسټانو ته ځای ورکړ، د همېشه لپاره د شرم د یو داغ په توګه پاتې شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود،د اسلامي نړۍ او سیمې د ګټو په خلاف د صهیونسټ رژیم او د امریکا په دولت کې د صهیونسټ رژیم د خبیثو عناصرو له قساوت آمېزه اقداماتو سره د متحده عربي اماراتو په ملګرتیا د افسوس په څرګندولو سره زیاته کړه: هیله من یو چې اماراتیان زر تر زره بېدار شي او خپل دغه کار جبران کړي.
ایت الله خامنه ای د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د لویدیځ ژوند د سټایل د تپلو په محرک سره د هیوادونو په ښوونې او روزنې کې د نفوذ لپاره د لویدیځوالو ټینګار ته په اشارې سره ، ۲۰۳۰ سند او یا د سیمې په ځینو هیوادونو په ښوونه او روزنه کې نفوذ د بېلګې په توګه یاد کړل او وې ویل: نن د لویدیځ ټولنیزې فلسفې په خپله په لویدیځ کې ماته خوړلې او فسادي بېلګې یې له هالي ووډ تر پینتاګانه پوره ښکاره دي.
د اسلامي انقلاب لارښود، د دښمن د نفوذ په وړاندې پر حساسیت په تاکید سره وویل: دښمن غواړي هغه کار چې تر اوسه یې د پوځي توب له لارې ونه کړی شو، په نفوذ، د ۲۰۳۰ سند د داسې انسانانو په روزلو سره وکړي چې د هغه په شان فکر وکړي او د هغه عملیاتي اهداف پلې کړي چې د ولسونو د لوټلو زمینه برابره شي.
ایت الله خامنه ای د سږ کال د محرم په لومړۍ لسیزه کې د ایران د ولس عزاداري د هېواد په تاریخ کې یوه ښکارنده وبلله او زیاته یې کړه: د کرونا له امله د د سختو پابندیو سره سره ، خلکو، ویناوالو، او مرثیه ویونکو، د حسیني جذبې د ساتلو او د لویو او معنوي مجلسونو د جوړولو په ترڅ کې د پروټوکولونو هم خیال وساته او زه د اهل بیتو د یو مرید په توګه د دغو ټول عزتمنو د زړه له تله مننه کوم.

3920299

captcha