په بهرنیو چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د ملي شورا د مشر سلیم الزعنون سره په تیلفوني اړیکه کې وویل چی د فلسطین د خاوري څخه د صهیونیستي نیواک ګرو شړل یوه الهی وعده ده چي حتما به پر ځای کیږي.
سلیم الزعنون هم په دې ټیلفوني اړیکه کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود او د ایران د دولت له دریځ څخه ستاینه او د فلسطین مسالې ته د توجه څخه مننه وکړه.
هغه همدارنګه پر ځینو عربي هیوادونو چي د اسراېیلو سره د اړیکو د جوړولو هڅې پیل کړې نیوکه وکړه او د صهیونیستي رژیم سره د امارات روغه جوړه د اسلامي نړۍ او په تیره بیا د فلسطین د ولس په حق تیری وباله.
تهران راډیو