په نوي ډیلي کې زموږ د خبریال د راپور سره سم، د هند د روغتیایی چارو وزارت اعلان وکړ چي په دې هیواد کې د کرونایي ناروغانو ټوټل شمېر تر ۳ میلیون ۸ سوه ۵۳ زره تنه اوښتی دی.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د کرونا د امله تر زر تنه زیات کسان خپل ژوند د لاسه ورکړی دی چې په دې سره د کرونا د امله يه دې هیواد کې د مړو ټوټل شمېر تر ۶۷ زره اوښتی دی.
اوس د نړۍ په کچه په کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۲۶ میلیون تنو ته رسېدلی دی او تر ۸۶۳ زره زیات ناروغان هم خپل ژوند د لاسه ورکړي دی.
تهران راډیو