IQNA

په کویټ کې د قرآن کریم حفظ او تلاوت سیالۍ د فاتحینو نمانځنه

18:01 - September 05, 2020
د خبر لمبر: 3483582
تهران (ایکنا) - په کویټ کې د اسلامي میراث د بقا ټولنې د قران پاک د حفظ او تجوید دیرویشتمې سیالۍ په مراسمو کې فاتحین ولمانځل.

په کویت کې د اسلامي میراث د بیارغونې د ټولنې مشرطارق عیسی په شتون کې د قران پاک د حفظ او تلاوت دیرویشمې سیالۍ د فاتحینو د لمانځلو مراسم ترسره شول.
مراسم د "سلطان الصرام" لخوا د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره چې د مشهورو قرائت کونکو څخه وپيل شو، او وروسته د اسلامي میراث بیارغونې ټولنې د قران حفظ مرکزونو د مشر"جاسم مسمب" لخوا وینا وشوه.
هغه د قران کریم د حفظ او زده کړې اهمیت ته په اشارې سره وویل: قرآن سترګې روښانه کوي او انسان له ګمراهۍ او جهالته ساتي.
مصباح وویل چې د سیالیو پدې دوره کې له ابتدایی څخه تر پوهنتون پورې د زده کړې په ټولو کچو کې د ماشومانو او ځوانانو سیالۍ شاملې دي ترڅو د یوې سپارې حفظ، دوه سپارو، درېوسپارو او څلور سپارو، او د 5 سپارو، 10 سپارو، 15 سپارو، 20 سپارو حفظ کولو په برخه کې عمومي سیالۍ ترسره شي او 25 سپارو، او 30 سپارو سیالۍ هم وې، هغه څرګنده کړه: د اتو برخه اخیستونکو په شمول پنځه نارینه او درې میرمنې، غوره او ویاړل شوي دي.

3920902

captcha