IQNA

په هند کې په ورځ کې نوی زره تنه په کورونا ویروس اخته شوي

23:21 - September 07, 2020
د خبر لمبر: 3483593
تهران (ایکنا) - د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته د نویو پېښو په ثبتېدو سره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څلور میلیونه او ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی
د کورونا ویروس له پیله تر دامهاله دا په یوه شپه او ورځ کې د کویډ ۱۹ د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته د نویو پېښو په ثبتېدو سره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څلور میلیونه او ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. اوسمهال تر برازیل په هندوستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی او تر امریکا وروسته ډېر کسان هلته پر دې وبا اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هند کې ۷۱ زره او ۶۸۷ تنه د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
تهران راډیو
captcha