IQNA

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د فرانسوی مجلې سپکاوې وغنده

23:45 - September 07, 2020
د خبر لمبر: 3483595
تهران (ایکنا) - نوموړی شورا نن په یوه بیانیه کې داسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص ته د فرانسوی مجلې سپکاوې وغنده او د فرانسې له حکومته یې وغوښتل د دغه سپکاوی عوامل محاکمه او سزا کړي .
د افغان غږ له راپور سره سم د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د اسلام د ګران پیغمبر ص ته د شارلی ابدو مجلې سپکاوې درست بشریت او د نړۍ اخلاقی ارزښتونو ته سپکاوې وباله .
نوموړی شورا نن په یوه بیانیه کې داسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص ته د فرانسوی مجلې سپکاوې وغنده او د فرانسې له حکومته یې وغوښتل د دغه سپکاوی عوامل محاکمه او سزا کړي .
دغې شورا همداراز له مسلمانانو وغوښتل چی د دغه سپکاوی په وړاندې غلی پاتې نشي . د فراتنسوی مجلې دغه اقدام په ډیرو اسلامی هیوادونو کې د خلکو او چارواکو غوسه راپارولی ده .
له بلې خوا د اسلامی مذهبونو د نږدیکت  نړیوالې ټولنې هم په یوه بیانیه کې د اسلام ګران پیغمبر ته د فرانسوی مجلې او په سویډن کې د قران کریم سوزول په کله وغندل .
په دغه بیانیه کې له دغه جاهلانه او بی منطق  اقدام د کرکې په څرګندولو سره راغلی دی دغه دواړه اقدامات د مادرن جاهلیت او د اوسنی وخت د اخلاقی او فکری ځوړتیا بیلګې دي .
تهران راډیو
captcha