په نیولي شوي قدس کښې د اسلامي اوقاف شورا وویل چې دې شورا پریکړه کړې چې په الاقصی جومات کې د زایرانو او لمونځ کونکو شتون باندې د جمعې د ورځې له ماسپښین تر درې اونیو پورې بندیز وځنده وي.
هغه ټینګار وکړ چط د اسلامي اوقاف شورا دا پریکړه د قدس د روغتیایي ذی ربط ادارو لخوا د راپورونو د صادریدو وروستو نیولې شوې ده.
د فلسطین د روغتیایي وزارت لخوا د وروستي شمیر له مخې د نیولی شوي قدس میشته ۸۰۰۰ کسان له جولائی تر اوسه په کورونا ویروس ککړ شوې دي او ۲۰۰۰ کسان له دغه ناروغانو د دې ویروس له کبله رنځور دي.
3923477