د انډونیزیا جومات شورا (DMI) د جاکارتا له ټولو جوماتونو غوښتنه کړې چې په لنډ وخت کې د جماعت لمونځونه وځنډوي. ولې چې د کورونا ناروغۍ د مخینوي لپاره د انډونیزیا چارواکو د راتلونکو دوه اونیو لپاره په پراخه کچه ټولنیزه فعالیتونو باندې محدودیتونه وضع کړل.
د اندونیزیا د جومات د شورا مشر یوسف کالا وویل: زه هیله لرم چې جوماتونه به هغه فعالیتونه چې د لوی شمیر خلکو ګډون ته اړتیا لري، لکه د جمعې لمونځ را کم کړي او یا په بشپړ ډول ودروي.
د جاکارتا د قوماندان په وینا په کرونا د ککړو شمیر په دوام کې، د درملتون ټول تختونه به کامل شي، په اندونیزیا کې د کرونا وبا تراوسه ۹۱۰۰ کسان وژلي دي.
3923369