IQNA

الحصري؛ د مصر قاري چې د صهیونیسټانو پلان یې په ډاګه کړ

13:31 - September 17, 2020
د خبر لمبر: 3483624
تهران (ایکنا) - کویت ته په خپل سفرکې، د مصر مشهور تلاوت کونکی، قاري محمود خلیل الحصري، داسې مصحفونه وموندل چې د صهیونیسټانو لخوا تحریف شوي وو. هغه له دې عمل سره مقابله وکړه او د صهیونیسټانو پلان یې په ډاګه کړ.

شیخ محمود خلیل الحساري ، د اسلامي نړۍ لوی قاري، د ۱۹۱۷ کال د سپټمبر په۱۷ د مصر د لویدیځ ولایت د طنطا ولسوالۍ د شبرا النمله په کلي کې وزږید.
له ماشومتوب، پلار هغه قرآنی ښوونځیو ته واستاوه. او هغه لومړنی ماشوم و چې په اتو کالو کې یې ټول قرآن حفظ کړ. هغه به هره ورځ د خپل کلي احمدیا جومات ته تللو او هلته به یې په درسونه کې ګډون کولو.
الحصري په الازهر پوهنتون کې د لسو تلاوتونو له زدکړې وروستو، هم هلته د قرآني علمونو په زدکړو کې مشغول شو.
په ۱۹۶۱ کال کې الحصري په نړۍ کې لومړي کس و چې له عاصم څخه د حفص په روایت یې د قرآن کریم تلاوت په غږ کې ضبط کړ. د مصر د قرآن راډیو په سیالو کې له بریالیتوب وروستو، دې راډیو تر لسو کالو پورې د شیخ حصري تلاوت خپرولو.
د الحصري روح خوشحالونکی غږ به هره ورځ په بازارونو، عمومي ځایونو، کوڅو او د عزادارۍ په مراسمو کې اوریدلې کیدو. د هغه ځانګړتیا له امله چې په غږ کې لرله، هغه ته د مصر د شیخ القراء لقب ورکړ شو. ځینو د هغه د غږ په صفت کې لیکلي: صوت یعني مایقول، غږ چې پوهیږي چې څه وایي.
هغه لومړی کس و چې د قرآن کریم د قاریانو د ګټو لپاره یې د قران کریم د قاریانو انجمن جوړ کړ.
په ۱۹۶۰ کال کې د مصر د قاریانو د شیخ الشیوخ په توګه وټاکل شو. له هغې وروستو د اسلامي مطالعاتو غونډې د کارپوه او د قرآني مصاحف تصحیح انجمن د مشر او د اوقاف په وزارت کې د قراآني چارو مرستیال په توګه کار ترسره کولو.
هغه د قران کریم د صحیح قرائت خپرولو لپاره د نړۍ پنځه براعظمونو ته سفر وکړ او په دغه سفرونو کې ډیر زیات غیر مسلمانان له اسلام دین سره اشنا کړل.
شیح الحصري لندن ته په سفر کې، په خپل تلاوت سره د انګلیس لوړ پوړې چارواکي حیران کړل.
استاد الحصري د قرآن په عشق کې سر نه تر پښو پورې ډوب و، تر دې چې که بچو به ترې پیسې غوښتلې نو هغوي ته به پیسې هم د قرآن د حفظ په میزان ورکولي.

الحصري؛ د مصر قاري چې د صهیونیسټانو پلان یې په ډاګه کړ

الحصري په ۱۹۶۷ کال کې د نړۍ د قاریانو د انجمن د مشر په توګه وټاکل شو.
هغه کویت ته په خپل سفر کې ځینې مصحف(د قران کریم ځینې چاپ شوې ګڼې) وکتل چې له صهیونیسټو لخوا تحریف شوې وې، هغه له دې اقدام سره مقابله وکړه او د صهیونیسټانو پلان یې په ډاګه کړو.
د مصر شیخ القراء له قرآن سره ۵۵ کال ژوند وکړ او په ۱۹۸۰ کال کې د نومبر په ۲۴ نیټه د ماخستن لمانځه وروستو له نړۍ سترګې پټې کړې.
شسخ الحصري له وفات کیدو مخکې خپلې کورنۍ ته وصیت وکړ چې د مال دریمه برخه د خیر په کارونو کې مصرف کړي او کور یې په جومات کې بدل کړي.

الحصري؛ د مصر قاري چې د صهیونیسټانو پلان یې په ډاګه کړ

3923519

captcha