د عراقي امنیتی رسنیو ډلې د یکشنبه په سهار، د سپټمبر په 20 نیټه په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي: "د عراقي ملي امنیت اتلانو په دقیق عملیاتو کې د ترلاسه شوي معلوماتو پر اساس په پلازمینه کې د داعش د یو مهم غړي له شمالي ولایته د راستنیدونکي په وخت په نیولو کې بریالي شوې دي." .
د راپور په وینا ، دغه سړی د اربعین د زایرانو په خلاف د تروریستي عملیاتو لپاره د چمتووالي په لټه کې و.
له دې کس څخه ترلاسه شوي اعترافات ښایې چې یاد شوی کس د کرکوک د آزادولو په عملیاتو کې د امنیتی ځواکونو په خلاف په څو عملیاتو کې دخیل و.
ترهګر د هغه له نیول کیدو وروسته د محاکمې لپاره عدلیې ته وسپارل شو.
3924085