IQNA

په ایران کې په۲۴ساعتونوکې ۱۸۳کسان دکروناقربانی شول

23:08 - September 20, 2020
د خبر لمبر: 3483634
تهران (ایکنا) - په نړۍ کې په کرونا ویرو س دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه یو دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له د وي لږترلږه نهه لکه یو شپیته زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په نړۍ کې کابو درویشت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په  هیواد کې په کروناویروس دککړو ترټولو وروستیو احصایو په باب  وئيلي دي،د نړیوالو معیارونو په اساس،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس درې زره اوه نوي ککړکسان پيژندل شوي چې له دوي یو زردوه سوه دوه اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تردې دمه په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ د ککړو کسانوشمیرڅلور لکه دوه ویشت زره یوسل څلویښتو تنو ته زیات شوی،ووئيل،له بده مرغه په تیرو شواروز کې  په کرونا ویروس یوسل درې اتیا ککړوکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په ټول کې تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر څلورویشت زره درې سوه یو تنو ته ورسید.
 دهغې په وینا  تر دې دمه  په درست ایران کې درې لکه شپیته زره کسان هم له درملنې وروسته  ښه  او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
 په عین حال کې  په نړۍ کې  په کرونا ویرو س دککړو کسانو شمیر تر دې دمه   څه دپاسه یو دیرش میلیونو ته رسیدلی  چې له  د وي  لږترلږه نهه لکه یو شپیته زره  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په نړۍ کې  کابو درویشت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
captcha