IQNA

د اېشيا په لويديځ کښې د ناامنيو او تاوتريخوالو لړۍ ، د امريکې د سياستونو نتيجه

23:12 - September 20, 2020
د خبر لمبر: 3483635
تهران (ایکنا) - امريکې په خپله ايران ضده بيانيه کښې يو ځل بيا د اېشيا په لويديځه سيمه کښې په تاوتريخوالو رامنځته کولو تورن کړے دے.
د امريکې د خارجه وزارت د ايراني ضده بيانيې په يوه برخه کښې ادعا شوې ده چې ايران له يمن نه تر عراق، لبنان او سوريې پورط مرګ او ويجاړيو ته د لمن وهلو لپاره د ايټمي موافقې په وجه رامنځته شوې سرمائې څخه استفاده کړې ده.
د اېشيا په لويديځ کښې د اسلامي جمهوريت د تاتريخوالي رامنځته کولو په اړه د امريکې ادعا دروغ او د اسلامي جمهوريت په خلاف له زيات نه زيات دباو د پالېسۍ د ماتې نښه ده؛ يوه داسې ادعا ده چې حتی په اروپا براعظم کښې د امريکې دوديزو انډيوالانو هم ورسره ملګرتيا ونه کړه.
د اېشيا د لويديځ نننے حالت له هرڅه زيات د سيمې د هېوادونو او سيالو ترمېنځ د اختلافاتو په پېدا کولو، جنګ جوړولو او د امريکائي د وسلو په بازار باندې د سيمې په بدلولو مشتمل د امريکې درې ډوله پالېسۍ په وجه دے. هغه وسلې چې حتی د امريکې کانګرس هم اعتراف کړے دے چې د عامه خلقو په خلاف استعماليږي.
د يمن خلقو د عربو هېوادونو د نورو خلقو په شان چې په ۲۰۱۱ کال کښې د ډېکټاټورانو په خلاف د پاڅون کتونکي وو علي عبدا... صالح د ډېکټاټور حکومت په خلاف پاڅون وکړ. د يمن د خلقو اصلي غوښتنه او مطالبه ډېموکرېسي وه يعنې هم هغه څه چې د امريکې د ادعائي ارزښتونو په قطار کښې
خو امريکې او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د هغې عربو انډيوالانو خپل ټول کوششونه وکارول چې په يمن کښې د ډېموکرېسۍ خنډ وګرځي او په يوه مرحله کښې په دغه هېواد کښې د يو نمائشي او د ولسمشرۍ په  يو نامزد سره د انتخاباتو په کولو او د اقتدار ته د عبد ربه منصور هادي په رسولو کښې کامياب هم وو.
هغه څه چې په ۲۰۱۴ کال کښې په يمن کښې د اعتراضونو د بيا جوړېدو سبب شول د خلقو د غوښتنو په پوره کولو کښې د منصورهادي ناکامياو له يمن نه له بهر سره د هغه پوره وابستګي وه چې بالاخره د انصار... غورځنګ په شمول په دغه هېواد کښې د نويوډلو اقتدار نيولوسبب شول.
د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې ترټولومهم انډيوال سعودي د امريکې د هغه وخت د حکومت په ملاتړ سره د يمن په خلاف له جنګه ګټه اوچته کړې او د ډونالډ ټرمپ اوسني حکومت هم په تېرو څلورو کلونو کښې ترې هر اړخيزه ملاتړ کړے دے. د دغه جنګ يوه نتيجه په يمن کښې د نړيوال نظام د وروستيو لسيزو د يوې ترټولو ستره انساني غميزې رامنځته کېدل وو.د دغه حالت اصلي عامل هم په يمن کښې اقتدار ته د انصارا... له احتمالي رسېدلو سره چې له واشنګټن او رياض سره يو متضاد سياسي او مذهبي تشخص لري د امريکې او سعودي مخالفت دے.
بې له شکه د عراق اوسنے حالت د جنګ او د امريکې د مداخلت نتيجه ده. امريکې په ۲۰۰۳ کال کښې د ډله ايزې وژلې د وسلو په بهانه په عراق حمله وکړه، خو له ۲۰۰۳ کال نه راپه دېخوا عراق په عملي توګه د امريکې په قبضه کښې شتون لري. په عراق کښې د ماتېدونکي حکومت بڼه نيونه د امريکې د مداخلتونو نتيجه ده.
واشنګټن په عراق کښې  خپلواکه بهرنے سياست نه غواړي بلکه د امريکې له سياستونو څخه پوره پېروي تعقيبوي، لکه هغه څه چې نن سبا يې امارات، بحرين او څو نور عرب هېوادونه د فلسطين په قضيه کښې ترسره کوي. په خپلواکۍ باندې د عراقي ډلو تاکيد او د امريکې له مداخلت سره د هغوي مخالفت په عراق کښې د دسيسو پلانولو او د امريکې د نوکرانو په ذريعې سره د دغو عملي کول او د اېشيا د لويديځ په دغه مهم هېواد کښې د تاوتريخوال او نااراميو د بيا رامنځته کولو سبب شوے دے.
لبنان له کورنيو جنګ جګړو سره مخامخ نه دے بلکه د اقتدار د حاصلولو لپاره د سياسي ډلو له سياليو سره مخامخ دے. په ۲۰۱۸ کال کښې دغه سيالۍ د دغه کال په انتخاباتو کښې په پارلېماني انتخاباتو کښې د مقاومت د ائتلاف له کاميابۍ سره ملې وې، خو امريکې او د هغوې ملاتړو د لبنان په داخل او بهر کښې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کښې کوشش وکړ چې د رايو په صندوقونو کښې خپله ماتې د سړکونو په مظاهرو او د مقاومت په ائتلاف باندې په پلان شوي دباو سره تلافي کړي.د لبنان اوسنے حالت د لبنان له حزب ا... سره د امريکې او د هغې د انډيوالانو د ناحدوده دښمنۍ نتيجه ده.
سوريه په ۲۰۱۱ کال کښې د ولسي احتجاجونو کتونکې وه، خو دغه احتجاجونه په ترهه ګريز جنګ بدل شول. د امريکې په مشرۍ د لويديځ محور تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو کوشش وکړ چې د سوريې په جغرافيائي قبضه کولو  او د جنګ او وينې تويولو په شروع کولو سره د دغه هېواد د قانوني حکومت د نسکورېدو زمينه برابره کړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ د مقاومت د محور ملاتړ او همدارنګ د روسيې ملاتړ د دې سبب شو چې په سوريې کښې ترهه ګريز جنګ په وړومبني ګام کښې د دغه هېواد د نظام د نسکورېدو او په دويم ګام کښې د دغه هېواد د تقسيمېدو سبب نه شي.
حقيقت دا  دے چې هغه څه چې د ايران اسلامي جمهوريت او په سيمه کښې په خاصه توګه په يمن ، عراق، لبنان او سوريې کښې د هغه انډيوالان يې ترسره کوي، يوازې  په دغو هېوادونو په خلاف د امريکې او د هغې د انډيوالانو د پرله پسې او دوامداره يرغل په مقابل کښې دفاع ده. که د امريکې او د هغې د انډيوالانو يرغل او جنګ غوښتنه ختمه شي او د دغې سيمې په تېره بیا د دغو څلورو هېوادونو د خلقو لپاره په حقيقي توګه د برخليک ټاکلو د حقق اصل په نظر کښې ونيول شي نو د ايران اسلامي جمهوريت به يې هم ملاتړے وي.
captcha