IQNA

له بریالیتوب ډکه دفاع د ایران د ملي هویت برخه ده

15:46 - September 21, 2020
د خبر لمبر: 3483636
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په سپیڅلي دفاع کښې د ایران د ملت واضح او ځلانده بریالیتوب ته په اشارې سره ټینګار وکړ له بریالیتوب ډکه دفاع د ایران د ملي هویت یوه(۱) برخه ده .
هغه حضرت نن د سپیڅلي دفاع او د مقاومت د تجربه لرونکو کسانو د درنښت او د تکریم له مراسمو سره په تصویري ارتباط کښې وویل د ایران ملت په سپیڅلي دفاع کښې وتوانید د ختیځ او د لویدیځ بلاکونو او هغوې ته د اړونده هیوادونو په مقابل کښې ودریږي او په سرلوړۍ سره بریالی شي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د عراق پخوانی مقام غوښتونکی دیکتاتور صدام د سترو قدرتونو په تیره بیا د امریکا په لاس کښې یوازنۍ اوزار وباله او ویې ویل د ایران له ملت سره د جګړې اصلي لورو یعني د ایران له اسلامي انقلاب څخه ګوزار خوړلي امریکا ، په سیمه کښې د ایراني او د اسلامي نوي هویت په څرګندیدا اندیښمنو قدرتونو ، ناټو او د ختیځې او د لویدیځې اروپا هیوادونو صدام په ایران باندې حملې ته وهڅوه چې د ایران اسلامي نظام او انقلاب له مینځه یوسي .
هغه حضرت ډاګینه د جنګ له پیلولو د دښمن هدف د ایران د اسلامي انقلاب نسکورول ، په ایران باندې بیا سلطه او د هیواد ویشل وو خو هغوې ونه توانیدل د ایران یوه (۱) لویشته خاوره ونیسي او یو(۱) ګام هم ونه توانید د ایران اسلامي جمهوریت او د ایران ملت شاته وتمبوي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز د جنګ له پیلیدا مخکې د عراق د پخواني دیکتاتور او د امریکا د تړونونو د سندونو خپریدا ته په اشارې سره وویل د جنګ د کلونو په اوږدو کښې هم د متحده عربي اماراتو د  کویت د سعودي عربستان لارې او دغه له نورو لارو  د عراق له بعث رژيم سره د ختیځ او د لویدیځو هیوادونو پوځي او استخباراتي مرستو دوام درلود .
هغه حضرت د سپیڅلي دفاع د واقعیاتونو د تحریف او بدلولو لپاره د دښمن په هڅې باندې په څارنې  ټینګار سره د دغه ښکارندې دسترو او ژورو اړخونو په هکله وویل د سپیڅلي دفاع د پړاو یوه(۱) انساني سرمایه شهید سلیماني و چې د ډیپلوماسۍ او د سیمې په سویه یې حیرانونکي اقدامات ترسره کول او تراوسه د ایران ملت د دغه ګران عزیز د پراخو فعالیتونو په هکله کافي اطلاعات نلري .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حسیني اربعین د موضوع په هکله هم وویل د ایران ملت د حضرت امام حسین علیه السلام او د اربعین د زیارت مینه وال دی خو د اربعین د لاریون موضوع یوازې د ایران له کورونا سره د مقابلې د ملي کمیټۍ د مسولانو له دریځ او نظر سره اړه لري چې هغوې تراوسه د اربعین د دستورو له ترسره کیدا سره مخالفت کړی نو پر دې اساس ټول خلک باید د دغه کمیټۍ فیصلې ته تابع او تسلیم ووسي .
3924250
captcha