IQNA

د افغانستان د خلقو اصلي غوښتنه سوله ده

21:10 - September 22, 2020
د خبر لمبر: 3483638
تهران (ایکنا) - افغان ولسمشر په کابل کښې د صلحې د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل، د افغان ولس اصلي غوښتنه صلح ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف  غني به قطر کښې له طالب ډلې سره د افغانانو د صلحې خبرو اترو اصلي هدف د جنګ او د خلقو د قتل خاتمه وبلله او تاکيد يې وکړه دواړه لوري پکار دے په دې موضوع تمرکز ولري.د افغانستان دغه لوړ رتبه چارواکي وويل، د صلحې او امنيت ټينګښت د دغه هېواد د اقتصادي ودې، د فقر د خاتمې او سياسي ثبات لپاره ضروري چاره ده.
اشرف غني زياته کړه، افغان حکومت له شپېتو زرو نه تر يو لک شلو زرو پورې طالب وګړو د مدغم کولو لپاره پروګرام لري او د صلحې له ټينګښت نه پس ضروري ده چې طالب وګړي د هېواد په اقتصادو کښې جذب شي او سرمايه يې هم له بهر نه داخل ته راوړلې شي.
د افغان ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د صلحې خبرې اترې له تېر خالي ورځې شروع شوې دي او تر اوسه يې لا څه نتيجه نه ده لرلې.
تهران راډیو
captcha