د پاکستان خارجه وزير نن وويل، د فلسطين او کشمير د خلقو د مشکلاتو دوام چې له کلونو کلونو راهسې تر ظلم و ستم لاندې ژوند کوي د خپلو اهدافو او ذمه واريو په پوره کولو کښې د ملګرو ملتو د ناکاميو ښودنه کوي.
شاه محمود قرېشي زياته کړه، د ملګرو ملتو له تاسيس څخه ۵۷ کلونه تيريږي خو اوس هم تر ظلم او ستم لاندې د فلسطين او کشمير د مسلمانانو د مشکلاتو د هواري لپاره يې څه جدي اقدام نه دے کړے.
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مرستيال تاکيد وکړ د جمو او کشمير د خودمختارۍ په ختمولو کښې د هند د حکومت اقدام او د فلسطيني مسلمانانو په خلاف د صهيونېسټانو تيري د نړۍ د هېوادونو تردباولاندې راوستلو لپاره د هغوي د څرګند ظلم او ستم ښودنه کوي.
تهران راډیو