IQNA

په سوریه کې د تجوید او تلاوت آنلاین دورې ترسره کیدل

22:55 - September 23, 2020
د خبر لمبر: 3483641
تهران (ایکنا) - د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن سوریې څانګې په دغه هیواد کې د تجوید او تلاوت د زدکړې آنلاین دوره ترسره کړې ده.

دا دوره د کرونا وبا ته په پام سره له سلو زیات ښځو او سړو ګډونکونکو د عمر له بیلابیلو ډلو په ګډون سره په آنلاین توګه ترسره شو.
په سوریې کې د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن څانګې استاد مهند صندوق په دې اړه وویل: په دې دوره کې د وټس ایپ له لارې ښودنې ترسره شوې او د دې په جریان کې، تعلیمي موضوعات ګډونوالو ته لیږل کیدل او دوي هم له ترلاسه کولو وروستو خپل مباحث او تلاوتونو مونږ ته رالیږل او مونږ به د هغوي غلطۍ تصحیح کولو بیا هغوي ته ارسال لیږل.
سید علی الوالحسن په سوریې کې د امام حسین علیه السلام د زیارت دارلقرآن برخې مشر هم وویل: دا دوره د دارالقرآن له دریو استادانو په شتون سره ترسره شوه او دا څانګه دارنګه نور پروګرامونه د سوریې په حمص ولایت کې هم ترسره کړې دي.
هغه زیاته کړه: د حمص ولایت په پروګرامونو کې د قرآن کریم میرمنو معلمو چچې له دې مخکې یې په دې دورو کې د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن په دمشق کې د سیده زینب سلام الله علیها سیمې څانګه کې ګډون کړې وو چې د قرآن کریم د بیلابیلو سپارو او سورتونو د حفظ تعلیم یې ترلاسه کړی و.
3924978

captcha