د یمن د انصار ا...ولسی مبارز غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام نن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، ترهغه وخته چې د سعودي اومتحده عربی اماراتو رژيمونه دصهیونیسټي وحشي رژيم په نیابت جنګیږي،او ددوی په ځای په میلیونونو ډ الر لګوي ،دغه تیریګر او وحشي رژيم به هیڅکله په سیمې کې د کوم جنګ برخه نشي .
محمد عبدالسلام له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او د فلسطین له آرمان سره دخیانت مخینې په یادولو سره زیاته کړې ده،د فلسطین ملت له مودو مودو راهسې د هغو رژيمونو له خوا چې له اسرائیلو سره ئې خپلې اړیکې عادي کړي،په شیشت کې ورغلی دی .
دیمن دغه مبارز او مسئول مقام ټينګار کړی ،تاریخ به خاینان په تر ټولو بد شکل کې یاد کړي او هغه کسان چې د صهیونیسټي دښمن ته ئې پناه وړې ، له ډير سپیر او سپک برخلیک سره به مخ شي . هغه همداراز په یمن د سعودي ائيتلاف دتیریو په سختو ټکو سره محکوم کړی او وئیلي ئې دي ،امریکایانو او دسعودي او اماراتو رژيمونو په دې دلیل د جنګ اوپوځي تیریو لګښتونه کړي ، چې پوه شول ، یمن دخپلواکۍ په لور حرکت کوي . خو اوس ورڅخه وخت تیرشوی او هیڅکله به هم یمن د تیریګرو او خیانت کونکو رژيمونو ترڅنګ ونه دریږي .
تهران راډیو