د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په یولړ څرګندونو کې له ایران سره د اړونده ترهه ګرې ډلې په کشفونې کې د عربستان د جوړې شوي سربداله ادعا په غبرګون کې د سعودي عربستان واکوالانو ته سپارښتنه کړې ده ، دبې ارزښته اوسفارشي سناریوګانو په ځاي دې د حکمت او صداقت لاره غوره کړي .
سعید خطیب زاده وئيلي،په اسلامی ایران د سعودی د مسئولانو وروستي تورونه ، په تیرو کلونو کې د آل سعود رژيم د تکراري اوبې اعتباره دریځونو په دوام کې دي .هغه زیاته کړې د سعودي واکوالانود سیاسی عقلانیّت په پریښودو سره او دې ځل په سفارشي او نمایشي چوکاټ کې پخپلو ماته خوړولو اقداماتو باندې دبرغولي دکیښودلو په اړه دعمومي او روښانه افکارو د منحرفولو لپاره دیوه چل او اړم په توګه د ایران په ضد د دروغجنې دوسیې جوړولو ته مخه کړې ده .
تهران راډیو