د عراق د ګډو عملیاتو قوماندان وینډوي تحسین الخفاجي خبر ورکړ چې دا بنسټ په نجف ولایت کې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د کلیزې په ۲۸ صفر د زیارت د مراسمو د ترسره کلولو لپاره امنیتي پلانونه جوړ کړې دي.
الخفاجي دې ته په اشارې سره چې د زیارت د مراسمو د امنیت لپاره یې ډلې ټاکې دي وویل: د ګډو عملیاتو د ادارې قوماندان، په کربلا او نجف ولایتونو کې د امنتي ځواکونو په ګډون د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د کلیزې په ورځ د زیارت د مراسمو لپاره امنیتي پلانونه جوړ کړې دي.
هغه ټینګار وکړ: په هغه سیمو کې د مخنیوي تدابیر چې کیدی شي په کې ترهګر شتون ولري، د عراق د ځواکونو لخوا د دې دواړو ښارونو بهر ترسره کړې دي.