د ترکې د همغږي او همکارۍ موسسې تیکا د افغانستان په غرب کې د هرات ولایت د علي شیرنوایي تاریخي جومات بیا رغونې او مرمت ترپایې رسولې دې.
د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري، د دې جومات د پرانیستا په مراسمو کې د تیکا د دې ولایت د تاریخي آثر د بیا رغونې لپاره د موسسې په درناوي سره د واړو هیوادونو ترمینځه په کلتوري نږدیکښت ټینګار وکړ.
په هرات کې د تیکا موسسې د پروګرامونو د همغږۍ کونکي علی ارګون چینار هم د دې جومات د بیا رغونې د سبب په اړه وویل: دا جومات د ویجاړیدو له خطر سره مخامخ و، او هم له دې امله د درې بیا رغونې کار ترسره شو.
3929072