IQNA

د امریکا د لمسوونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د حزب الله تیارئ

22:52 - October 13, 2020
د خبر لمبر: 3483718
تهران (ایکنا) - په عراق کې د حزب الله د امنیتي کنډکونو مشر د مقاومت له ځواکونو څخه وغوښت چي د امریکا له اقداماتو سره د مقابلې لپاره د تیارسئ په حالت کې ووسي.
د سې شنبې په ورځ په عراق کې د حزب الله د امنیتي کنډکونو مشر ابوعلی العسکري اعلان وکړ چي د مقاومت  ځواکونه تیار دی چي پر حشد الشعبي باندې د امریکا د هر ډول بریدونو سره مقابله وکړي.
هغه زیاته کړه: د مقاومت ځواکونو ته ویل شوی چي د امریکایي ځواکونو پر اډو او د صهیونیستي رژیم پر هغو عواملو دي تمرکز وشي چي په عراق کې فعالیت کوي.
 په عراق کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې د حشد الشعبي ولسي ځواکونه تر بریالیتوب وروسته د امریکا له سختو فشارونو سره مخ شول.
د امریکا ترهګرو ځواکونو په تېرو څو اونیو کې څو ځله د عراق پر حشدالشعبي پر ولسي ځواکونو برید کړی.
تر دې مخکې هم د مقاومت ډلو امریکا ته خبرداری ورکړی و چي پر ولسي ځواکونو باندې د برید په صورت کې به د دې هیواد د خلګو له سخت غبرګون سره مخ شي.
تهران راډیو
captcha