IQNA

په ایران کې په کرونا نور ۲۵۲ ککړکسان قرباني شول

22:58 - October 18, 2020
د خبر لمبر: 3483726
تهران(ایکنا) - په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا دککړو شمیر څه دپاسه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو دیرش میلیون کسان ښه شوي هم دي .
د اسلامی ایران د روغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا دککړو کسانو د شمیرپه باب وئيلي دي،په تیر شواروز کې  په کرونا څه دپاسه درې زره ککړ کسان پيژندل شوي، چې له دوي یو زر شپږ سوه شپیته بستري شوي دي .
 میرمن لاري زیاته کړې ،تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه دیرش زره څلورو سوو تنو ته رسیدلی وئيلي دي ،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونوکې  په کرونا ککړو دوه سوه دوه پنځوس کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دیرش زره درې سوه پنځه اویا تنو ته زیات شوی، البته تر دې دمه په درست ایران کې  په درملنې پسې څلور لکه اوه ویشت زره څلور سوه تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا دککړو شمیر څه دپاسه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلیچې له دوي  کابو یو میلیون یو لک نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو دیرش میلیون کسان ښه شوي هم دي .
په امریکا کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو شمیر څه پاسه اته میلیون او دقربانیانو شمیر ئې هم څه دپاسه دوه لکه څلورویشت زره تنو  ته رسیدلی  دی.
 تهران راډیو
captcha