البته دغه ملګرتیا یوازې له کرونا ویروس سره مقابلې ته ځانګړي نه ده ،بلکې باید په درستو موضوعګانو کې په تیره بیا په سیاسي موضوعګانو کې هم وشي ، ځکه هیواد چې یو قدرتمند ملت ، پياوړی او نوی نظام لري ، په طبیعي توګه په داخلی او نړیوال ډګر کې له ځینو مهمو مسئلو سره مخامخ دی .
د اسلامی ا نقلاب معظم لارښود حضرت آيت ... العظمی سید علی خامنه اي نن له ولسمشر او له کروناسره دمقابلې دملی کمیټې له غړو سره په حضوري کتنې کې ، ددغې کمیټې دکړچار په قدرونې سره په بیلابیلو هیوادونو کې له دغه منحوس ویروس سره د مقابلې دمدیریّت څرنګوالی ته په اشارې سره وفرمائيل ؛ د امریکا په شان په ځينو هیوادونو کې تر ټولو بد مدیریّت اعمال شوی دی ،خو مونږ باید هڅه وکړو، له دغې پيښې څخه چې دخلکو له ژوند اوسلامتیا او د دوي له اقتصاد سره په ارتباط کې دی ، ، په ترټولو ښه مدیریّت سره تیرشو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړې ، په هیواد ې ستر کارونه روان دي او په الهي توفیق سره هیڅ یوه پيښه اسلامی ایران نشي درولی ، خو باید دغه خنډونه چې د خوځښت دسستیدا لامل کیږي ، زرترزره لیرې شي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ،د سم اومناسب مدیریَت داعمالولو لازمه ،د حاکمیّت دچورلټو فیصلو غوره کیدا ، دعمومي افکارو قانع کیدا او د درستو اورګانونو او همداراز د خلکو ملګرتیا وبلله او روښانه ئې کړه ، البته دغه ملګرتیا یوازې له کرونا ویروس سره مقابلې ته ځانګړي نه ده ،بلکې باید په درستو موضوعګانو کې په تیره بیا په سیاسي موضوعګانو کې هم وشي ، ځکه هیواد چې یو قدرتمند ملت ، پياوړی او نوی نظام لري ، په طبیعي توګه په داخلی او نړیوال ډګر کې له ځینو مهمو مسئلو سره مخامخ دی .
دوي همداراز په هیواد کې د داخلی انسجام او اتحاد پر ضرورت په ټينګار سره له ولسمشر او حکومت سره په مخامخیدا کې د ځينو وروستیو اقدام ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي ، نیوکې له سپکاویو او بې ا حترامیو سره فرق لري ، دغه ډول چلند او بې احترامۍ ، د هغو امریکایانو کار دی چې په مناظرو او مطبوعاتي کارونو کې ئې ځانونه په دنیا کې رسوا کړ ي دي تر دې چې د دوي یو نامتو سیاسی شخصیّت وائي ، دنیا په وحشت او سپکاویو سره ورته ګوري .