IQNA

په فرانس کې د اسلام فوبیا په اړه د لیبیا غبرګون

23:51 - October 27, 2020
د خبر لمبر: 3483748
تهران (ایکنا) - د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت د فرانس د ولسمشر امانوئل ماکرون څرګندونې د پیغمبر صلی الله علیه و آله له سپکاوۍ په دفاع کې محکوم کړې. 
د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت د فرانس د ولسمشر امانوئل ماکرون د اسلام فوبیا څرګندوني رد کړې او د هغه له اسلامي نړۍ د زر تر زره د بښنې غوښتنې باندې ټینګار وکړ.
د لیبیا د بهرنیو چارو د وزارت رسمي ویندوي محمد الجبلاوي په یوه بیانیه کې وویل چې دا وزارت د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په اړه د فرانس د ولسمشر په څرګندونو کې د سپکاوۍ په کلکه غندي او د هغه څرګندونې یواځي د خپل سیاسي ګټو لپاره دي.
الجبلاوي د فرانس ولسمشر ته یادونه وکړه چې د اروپا بشري حقوقو په ۲۰۱۸ کال کې ویلې و چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سپکاوي د بیان د آزادی تر عنوان لاندې جایز نه دی.
الجبلاوي په ټولې نړۍ کښې له مسلمانانو له یونیم میلیارد زیات په شمول د فرانسې له مسلمانانو د بښنې غوښتنه وکړه.
3931589
captcha