IQNA

خپل ولسمشر مو وپوښتئ: ولې د خداے دګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې له سپکاوي ملاتړ کوي او ورته د بيان د آزادۍ نوم ورکوي؟

9:12 - October 29, 2020
د خبر لمبر: 3483752
تهران (ایکنا) - د فرانس د ولسمشر امانوئل مکرون د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سپکاوۍ د کاریکاتور په تایید کې څرګندونې، د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه راپارولي، په هم دې اړه حضرت آیت الله خامنه اي د فرانس ځوانانو ته یو وړوکۍ پیغام صادر کړی.

د حضرت آیت الله خامنه اي د آثارو د خپرولو او حفظ دفتر له اطلاع رسونې څانګې څخه په نقل، د فرانس د ولسمشر امانوئل مکرون د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سپکاوۍ د کاریکاتور په تایید کې څرګندونې، د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه راپارولي، په هم دې اړه حضرت آیت الله خامنه اي د فرانس ځوانانو ته یو وړوکۍ پیغام صادر کړی. چې متن یې دا دۍ.
بسمه تعالی
د فرانس ځوانانو!
خپل ولسمشر مو وپوښتئ چې ولې د خداے دګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې له سپکاوي ملاتړ کوي او ورته د بيان د آزادۍ نوم ورکوي؟آيا د بيان د آزادۍ معنا بدې ردې او توهين دے او هغه هم د ترټولو ځلانده او مقدس شخصيت؟ آيا دا احمقانه کار د هغه ملت د شعور چې دې يې د ولسمشرۍ لپاره غوره کړے دے سپکاوے نه دے؟
بله پوښتنه دا ده چې ولې په هولو کاسټ کښې شک کول جرم دے؟ او که څوک په دې اړه څه وليکي نو جېل ته بوتلل کيږي، د يو پېغمبر سپکاوے آزاد دے؟
3931922

captcha