IQNA

د قاهره په امام حسین علیه السلام جومات کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د میلاد جشن

12:11 - October 30, 2020
د خبر لمبر: 3483754
تهران (ایکنا) - د قاهره په امام حسین علیه السلام جومات کې د صوفیه طریقت د یو شمیر مشرانو او الازهر عالمانو په شتون سره د نبي مکرم علیه السلام د میلاد جشن ترسره شو.

هر کال د نبوي میلاد جشن د مصر په ځینو سیمو کې په شمول د سیده زینب سلام الله علیها، مصر القدیمه او البساتین کې ترسره کېږي. خو دا مراسم دې کال د کرونا د وبا له کبله یواځي د قاهره د امام حسین علیه السلام په جومات کې محدود کېږي.
د نبي کریم د میلاد جشن د امام حسین علیه السلام په جومات کې د روغتیایي پروټوکلونو سره ترسره شو چې په دې مراسمو کې د الازهر یو شمیر عالمانو او صوفیه طریقت مشرانو او مشایخو ګډون وکړ.
3932087

captcha