آیت الله جوادي آملي پرون د چارلي هیبډو په نامه فرانسوي خپرندوې له خوا د سپکاوي په غبرګون کښې د دښمنانو د فتنې په وړاندې د مسلمانانو د هوښیارۍ په ضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: کوم کسان دي چې غواړي یو کورني یا بهرنې اختلاف او یا نیابتي جنګ رامینځته کړي.
یاده دې وي چې د چارلي هیبډو په نامه فرانسوي خپرندوې په دې وروستیو کښې یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله له سپکاوي ډک کاریکاټورونه خپاره کړل او ورپسې د دغه هیواد ولسمشر امانوئل مکرون هم وویل چې فرانسه به د اسلام د پيغمبر خلاف د دغه شان کاریکاټورونو خپریدل جاري وساتي.
د هغه دغه سپک اقدام په ټوله نړۍ کښې له پراخې غندنې سره مخامخ شوې دی.
تهران راډیو