IQNA

د مسجد الاقصی خطیب:

د اسلام سپکاوې د لویدیځ د حماقت نښه ده

18:30 - October 30, 2020
د خبر لمبر: 3483756
تهران (ایکنا) - د اقصی جومات خطیب د اسلام د ګرانقدره پیغمبر له سپکاوي ډکو کاریکاټورونو په خپرولو کښې د فرانسې اقدام د لویدیځ د ناکامۍ، اخلاقي زوال او بې عقلۍ په معنا وباله.
شیخ عکرمه صبري د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس په څلوردیرشم ویبنار کښې وویل: پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) ټول بشریت ته د خدای یوه ډالۍ او رحمت دی.
هغه د نبوي سیرت د ژوندي ساتلو اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: نن په داسې حال کښې د نبي اکرم نیکمرغه میلاد لمانځو چې لویدیځ د اسلام خلاف یوه بوږنونکې حمله پیل کړې ده، په تیر بیا فرانسې چې په تیرو وختو کښې هم یو تور تاریخ لري او هم داشان په الجزایر کښې یو میلیون مسلمانان د فرانسوي استعمارګرانو د ظلم له امله ووژل شول.
د مسجد الاقصی خطیب په دې خبرې سره چې دا سپکاوي د عبادت له آزادۍ او د فکر او بیان له آزادۍ سره په ټکر او تناقض کښې دي، د رسول الله مبارک د سپکاوي کونکو کاریکاټورونو د خپرولو په لړ کښې د لویدیځ اقدامات  وغندل.
دا په داسې حال کښې دي چې خبري سرچینو تیره شپه په نیواکي قدس کښې د مسجدالاقصی د دغه خطیب په کور باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د یرغل خبر ورکړ خو په دې هکله زیات جزئیات لا نه دي ترلاسه شوې.
تهران راډیو
captcha