IQNA

د امانوئل مېکرون د اسلام دښمنۍ په خلاف په پاکستان او افغانستان کښې احتجاجونه جاري دي

18:32 - October 30, 2020
د خبر لمبر: 3483757
تهران (ایکنا) - د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ په شمول د پاکستان د مختلفو ښارونو اوسيمو خلقوپه فرانسې کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د سپکاو په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې
نن د جمعې په ورځ په پاکستان کښې د حضرت محمد مصطفی (ص) د ميلاد د ورځو او د وحدت د هفتې په رارسېدو سره د دغه ښار په مختلفو ښارونو کښې د لبيک يا رسول ا... نعرو انګازې وکړې او سني او شيعه  مسلمانانو سړکونو ته په راوتلو سره خاص لاريونونه جوړ کړ او د رحمت اللعالمين حضرت محمد (ص) په شان کښې د سپکاويو په غندلو سره د فرانسې د ولسمشر په خلاف نعرې  ووهلې
همدارنګ د پاکستان د مذهبي او سياسي ګوندونو مشرانو هم د وحدت د هفتې په خصوصي پروګرامونو کښې د اسلام د دښمنانو د دسيسو په مقابل کښې د مسلمانانو په يووالي او د اسلامي نړۍ د رابېدارولو لپاره په هلو ځلو تاکيد وکړ.
همدارنګ زرګونه کابل ښاریانو نن په کابل کې د اسلام ستر پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر امانوٸل مکرون د سپکاوي په غبرګون لاریون وکړ.
لاریون والو له حکومت وغوښتل چې له فرانسې سره دې هر ډول ډیپلوماټیکي اړیکې پرې کړي.
دوی له ځان سره پوسټرونه هم راوړي وو او له ستر پیغمبر ص سره یې خپله مینه ښکاره کړه او د فرانسې هېواد او ولسمشر پر ضد یې شعارونه ورکول.
د اسلام ستر پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر مکرون د سپکاوي وروسته د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د فرانسې پر خلاف لاریونونه وشول او د فرانسوي توکو له اخیستلو سره یې بایکاټ وکړ.
تېره اوونۍ په فرانسه کې د سامویل پټي په نوم یو ښوونکي په ټولګي کې رسول الله ص ته منصوب کاریکاټورونه زده کوونکو ته نندارې ته وړاندې کړل چې له نوموړی ښوونکی د یو چیچني وګړي له لوري سر پرې شو او د فرانسې ولسمشر یې په غبرګون کې د سامویل پټي ملاتړ وکړ او دا یې اسلام پاله ترهګري بللې.
 له بلې خوا د افغانستان د اسلامي اخوت شورا او د علماو شورا په بيلابيله توګه د فرانسې د ولسمشر له اسلام سره دښمني وغندله.
د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د اسلامي اخوت شورا د دې په بيانولو سره چې د اسلام د ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون ګستاخۍ د سلګونو ميلين مسلمانانو زړونه سخت زخمي کړي دي وويل، مېکرون د بيان د آزادۍ له نامې ناوړه استفاده کوي او څرګندونې يې ترهه ګري او تندلاريتوب دے.
د افغانستان د لويديځ د علماو شورا مشر مولوي خداداد صالح هم د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر په سپکاوي باندې په نيوکې سره له افغانستانه د فرانسوي – اروپائي فوخيانو د وېستلو غوښتنه وکړه.
همدارنګ د افغانستان د شيعه علماو شورا د يوې بيانيې په خپرولو سره د خاتم الانياء حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر سپکاوے په سختو الفاظو سره وغندۀ او د نړۍ له ټولو مسلمانانو يې وغوښتل چې د دغه ګستاخانه او پليد اقدام په وړاندې دې خاموشه کښېنني او له صلح ايزې او قانوني لارې دې دغه جسارت او ګستاخۍ ته ځواب ورکړي.
تهران راډیو
captcha