IQNA

پاکستان لومړې وزیرعمران خان کابل ته ورځي

23:13 - November 18, 2020
د خبر لمبر: 3483815
تهران (ایکنا) - د اسلام اباد او کابل د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا د عمران خان او اشرف غنی د خبرواترو مهم چورلیز دی .
  په کابل کې د پاکستان سفارت نن وویل د دغه هیواد لومړې وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي او له افغان ولسمشر اشرف غنی سره کتنه او خبري اتري کوی .
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو لپاره په پلازمېنه کې عمومي رخصتي اعلان کړه، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران هم سبا کابل ته راشي.
له بله پلوه د افغانستان حکومت هم د عمران  خان د راتلو لپاره تیاری نیولی او د کابل ښار په زیاتو سیمو کې یې د پاکستان بیرغونه ځوړند کړي دي.
د اسلام اباد او کابل د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا د عمران خان او اشرف غنی د خبرواترو مهم چورلیز دی .
همداراز ټاکل شوی ده په قطر کی د بین الافغانی مزاکراتو په اړه هم چی همدااوس بندون ته رسیدلی دی ، بحث او د نظر تبادله وشی .
کابل ته د عمران خان سفر په داسې حال کی دی چی څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد استفاده کیږی او په دې زمینه کې اسناد هم وړاندی کړل 
تهران راډیو

captcha