د سوریې خطاط احمد حازم نجیب، د سوریې ادلب په شاوخوا کې د ملس په کلې ژوند کوي؛ هغه څو کاله وړاندې د قرآن کریم د کتابت په اړه تصمیم وکړ تر دې چې خپلې دغه غوښتنې ته یې عملي جامه واغوستله.
د نجیب په وینا، هغه خپله دغه غوښتنه په دریو کالو کې ترسره کړه او هره ورځ به یې له قرآن کریم درې پاڼې کتابت کولو.
هغه زیاته کړه: د دې مصحف د یوې پاڼې کتابت به تقریبا یوه ګنټه او کله کله له یوې ګنټې پورته وخت اخیستلو.
نجیب په دې بیان سره چې دا د خدای له اړخه یوه مینه ده، وویل: له لومړي دورې نه به مور، پلار او استادان په هغه کې د پرمختګ استعداد عاشقان و.