IQNA

په اردن کې د جمعې په لمونځ کولو بندیز لرې شو

23:00 - November 19, 2020
د خبر لمبر: 3483817
تهران (ایکنا) - د اردن د اسلامي چارو او اوقاف وزارت خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د جمعې په لمونځ باندې بندیز لرې شو.

د اردن د اسلامي چارو او اوقاف وزیر محمد الخلایلهو په یوه بیانیه کې وویل: د اردن په جوماتونو کې د جمعې له لمونځ بندیز لرې کولو وخت، د جمعې په ورخ له ۱۱:۱۵ تر ۱۲.۱۵ دوام لري.
هغه په دې ټینګار وکړ چې لمونځ کونکي باید یواځې پیاده جوماتونو ته لاړ شي، او د روغتیایي تدابیرو خیال ساتل منجمله د فیزیکي فاصلې او د جانماز له ځان سره روړل او له ماسک استفاده باندې ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د اردن د دفاع وزارت د دغه هیواد د اوقاف وزیر ته د ښاریزو د سلامتۍ او د خیال ساتلو د کرونا په زمینه کې د اجرایي اقداماتو خصوصي اختیارات ورکړې و.
3936184

captcha