IQNA

ننګرهار کی اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

21:01 - November 23, 2020
د خبر لمبر: 3483826
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ننګرهار دوالی ویاند عطا اله خوږیانی وایی دملِ امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددې ولایت په خوګياڼیو او بټي کوټ ولسوالیو کې پوځي عملیات تر سره کړي چې پکې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي او دغه راز د هغوې یو شمیر وسلی او مهمات هم له منځه وړل شوی دي.

 د والي ویاند وویل په دې عملیاتوکې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي  او ګڼ شمیر سیمی دهغوې له شتونه پاکې شوي دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي .
بل پلو دنن ګرهار ولایت په تورخم سرحدي ښارګوټي  کې دافغانستان او د پاکستان د  پوله ساتو ځواکونو تر منځ د لفظي شخړې له امله دڅو ساعتونو لپاره دتورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او باروړنکو وسایطو پر مخ وتړل شوه .
  په تورخم کې دافغان پوله ساتو چارواکي وایي پاکستاني لورې غوښتل د ډیورند پولې ته څیرمه نوي تاسیسات جوړ کړي چې دوې یې ممانعت وکړ. دننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی  وایی دافغانستان د ملي امنیت شورا یو لوړ پوړی پلاوی د  دې پیښی د څيړنې په موخه جلال اباد ته رااستولی دی  په تورخم کې د افغانستان  او د پاکستان د  پوله ساتو ځواکونو تر منځ دا لفظي تاوتریخوالی داسی مهال رامنځته کیږي  چې تیره ورځ دپاکستان لومړي وزیر ددواړو هیوادو تر منځ داړیکو ښه کیدو او ترینګلتیا د له منځه وړلو په موخه کابل ته سفر کړی و .
تهران راډیو
captcha