IQNA

په ایران کې په کرونا نور ۴۸۳ککړکسان قرباني شول

21:54 - November 24, 2020
د خبر لمبر: 3483832
تهران (ایکنا) - په نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته میلیونو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون څلور لکه درې زره کسان د کروناویروس قرباني شوي او څه دپاسه یو څلویښت میلیون نور هم په درملنې پسې ښه ااو له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کروناویروس دککړوکسانو د وروستیو احصایو په بیانولوسره وئيلي دي،د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په  درست هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کروناویروس ککړ دیارلس زره اوه سوه یویشت تنه پيژندل شوي چې له دوي  دوه زره اته سوه په روغتونونو کې بستري شوي دي .
 میرمن لاري ددې خبرې په کولوسره چې  په ایران کې تر دې دمه په کرونا د ککړوکسانوشمیر اته لکه اتیازره پنځه سوه څلویښت تنو ته رسیدلی  ووئیل، له بده مرغه  په تیر شواروز کې په کرونا ککړو څلور سوه درې اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر پنځه څلویښت زره  اوه سوه اته دیرش  تنو ته زیات شوی او دغه راز په درملنې پسې  په درست ایران کې شپږلکه اولس زره  او اوه سوه پنځلس تنه ښه اوله  روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته میلیونو ته رسیدلی  چې له دوي  لږترلږه  یو میلیون څلور لکه درې زره کسان د کروناویروس قرباني شوي او  څه دپاسه یو څلویښت میلیون نور هم په درملنې پسې ښه ااو له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
 تهران راډیو
captcha